مارکو روبیو د بهرنیو چارو وزارت تر څنګ د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې سرپرست شو

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۶

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څرګنده کړه، چې هغه د امریکا د نړۍوالې پرمختیايي ادارې سرپرست شوی دی.

ښاغلي روبیو د دوشنبې په ورځ له السلوادور څخه په خبرو کې د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره «په بشپړه توګه بې ځوابه اداره» یاده کړه.

هغه د دغې ادارې چارواکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د لګښتونو او لومړیتوبونو په اړه پوښتنو ته په ځواب ویلو کې د پاتې راتلو له امله په «نافرمانۍ» هم تورن کړل.
روبیو وویل: «په ډېرو برخو کې د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره په هغو پروګرامونو کې ښکېله ده، چې زموږ د خپلې ملي ستراتیژۍ خلاف دي.»
د هغه په وینا، ۲۰ یا ۳۰ کاله کېږي چې خلکو د هغې د اصلاح هڅه کړې ده.
تر دې وړاندې د ټرمپ سلاکار اېلن ماسک د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره «یو جرمي سازمان» یاد کړی و.
هغه ویلي و، چې ولسمشر هوکړه کړې چې دغه اداره باید وتړل شي.
د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي بیا تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت سره د دغې ادارې د یوځای کولو په اړه غور کوي؛ ترڅو د کاري ځواک اندازه د پام وړ کمه کړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې د دوی لګښتونه د ولسمشر د اجنډا سره سم دي.

نور خبرونه

رادیو