د امریکا د نړۍوالې پرمختیايي ادارې د رسمي وېبپاڼې تر تړل کېدو دوه ورځې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې دغه اداره ژورې بیاکتنې او بدلون ته اړتیا لري.
ښاغلي خلیلزاد پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغې ادارې راتلونکی د پام وړ جنجالونو سره مخ دی.
هغه په دې تړاو په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان او عراق کې د خپل ماموریت او د خپل « ده اېنوې» کتاب تجربې شریکې کړې دي.
نوموړي لیکلي: «د امریکا نړۍواله پرمختیايي اداره باید ووېشل شي. د بېړنۍ بشري او طبیعي پېښو سره د مرستې وړتیاوې باید د دغې ادارې د پراختیایي دندو څخه جلا شي. دغه پروګرامونه باید د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي او اقتصادي برخو سره یو ځای شي. دغه بدلون به په اسانۍ سره د متحده ایالاتو ستراتیژۍ کې پراختیایي فعالیتونه مدغم کړي او عملیاتي وړتیاوې به له بهرنیو خدمتونو سره یوځای کړي.»
تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس هم ویلي و، چې ټرمپ غواړي دغه اداره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر کنټرول لاندې راولي.
د امریکا نړۍوالې پرمختیايي ادارې رسمي وېبپاڼه (د سلواغې په ۱۳مه) تړل شوې ده.
د دغې وېبپاڼې د بندېدو لامل لا نه دی په ډاګه شوی او نه هم دغې ادارې په دې تړاو په رسمي توګه کوم خبر خپور کړی دی؛ خو ورسره د دغې پروژې کارونه او فعالیتونه هم له لاسه ورکړي دي.
د دغې ادارې لهخوا خړوبېدونکې شاوخوا ۵۰ نورې موسسې دا مهال په افغانستان کې تړل شوې دي.
دغه ګډوډۍ د امریکا د ولسمشر ټرمپ له هغه اعلان وروسته رامنځته کېږي، چې په ټوله نړۍ کې یې د امریکا مرستې وځنډولې.