د غزې چارواکو د اسراییل په جګړه کې لادرکه شوي کسان هم وژل شوي اعلان کړل، چې له دې سره په دغې جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۱ زره او ۷۰۹ ته لوړ شو.
غزه کې چارواکي وايي، چې لا هم له ۱۴ زرو ډېر مړي تر خارو لاندې پراته دي.
د غزې د حکومت د معلوماتو دفتر مشر یوې خبري غونډې ته وویل، چې په شخړه کې د وژل شویو ۷۶ سلنه فلسطینیانو جسدونه ترلاسه شوي او طبي مرکزونو ته وړل شوي دي.
د هغه په وینا، لږ تر لږه ۱۴ زره او ۲۲۲ کسان لاهم د خاورو تر ډیریو لاندې دي.
د غزې ښار په الشفا روغتون کې د خبرو پر مهال سلامه معروف خبریالانو ته وویل، چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د ۲۱۴ نوي زېږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۷زره ۸۸۱ ماشومان هم شامل دي.
دغه چارواکي زیاته کړې: «له دوه مېلیون څخه ډېر خلک جبري بې ځایه شوي او ۱۱۱ زره او ۵۸۸ کسان ټپیان شوي هم دي.
په جګړې کې وقفه، چې ټاکل شوې ده لږ تر لږه د مارچ تر لومړیو پورې به دوام وکړي، د فلسطیني ژغورونکو ډلو لپاره یې د غزې هغو برخو ته د تګ زمینه برابره کړې چې تر دې وړاندې ورته تګ ستونزمن و.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۵۵ تنه طبي پرسونل، ۲۰۵ خبریالان او ۱۹۴ د ملکي دفاع کارکوونکي وژل شوي دي.
په غزه کې د اوربند دویم پړاو لپاره هم خبرې روانې دي، چې د دغو خبرو بریالیتوب به د جګړې د دایمي پای ته رسېدو لپاره یو ښه فرصت بربر کړي.
د دغو خبرو اترو منځګړي هېوادونه قطر، مصر او متحده ایالات به دغه خبرې اترې پیل کړي؛ خو که اسراییل او حماس کومې هوکړې ته ونه رسېږي، نو ښایي چې جګړه په مارچ میاشت کې بیا له سره پیل شي.
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو چې په واشنګټن ډي سي کې دی او پلان لري چې د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، د خپلو ښي اړخو متحدینو لهخوا د اوربند لنډولو او جګړې ته دوام ورکولو لپاره تر فشار لاندې دی.
نتنیاهو وایي، چې هغه به له ټرمپ سره په منځني ختیځ کې "د حماس په وړاندې د بریا او د ټولو یرغمل شویو کسانو خوشې کولو په اړه خبرې اترې وکړي.