دوو روسي سرچینو رویټرز ته ویلي چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د ناستې لپاره د ممکنه ځایونو په توګه مطرح شوي دي.
ټرمپ ویلي چې هغه غواړي د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي او له پوتین سره د لیدو لپاره تیار دی.
پوتین هم له ټرمپ سره د اوکراین او انرژۍ په اړه د بحث او لیده کاته لپاره تیاری ښودلی.
په دې وروستیو اونیو کې جګپوړو روسي چارواکو سعودي عربستان او متحده عربي امارات ته سفرونه کړي دي.
یوې سرچینې رویټرز ته وویل چې له دغو سفرونو سره سره، په روسیه کې ځینې مخالفان شته، ځکه ځینې ډیپلوماتان او استخباراتي چارواکي له امریکا سره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نږدې پوځي او امنیتي اړیکو ته اشاره کوي.
سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې او کرملېن هم د دې مسالې په اړه تبصره نه ده کړې. خو ټرمپ او پوتین دواړو د دغو هیوادونو له مشرانو سره رغنده اړیکې جوړې کړې دي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ پر لومړۍ ورځ د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ته زنګ وواهه او هغه یې «عالي سړی» یاد کړ. پوتین، چې په ۲۰۲۳ کال کې د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سفر وکړ، د ۲۰۲۴ کال په سپټمبر کې له محمد بن سلمان نه مننه وکړه چې د امریکا او روسیې د بندیانو تبادلې ته یې زمینه برابره کړې وه.
پوتین او محمد بن سلمان له ۲۰۱۵ کال راهیسې شخصي اړیکې پراخې کړې دي.
محمد بن سلمان او د متحده عربي امارات امیر محمد بن زاید ال نهیان د اوکراین جګړې په ترڅ کې بې پري پاتې شوي.
دواړه مشران د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره په منظم ډول اړیکې ساتي.
سعودي عربستان او متحده عربي امارات د جرمونو نړیوالې محکمې غړي نه دي، چې د پوتین د نیولو حکم یې صادر کړی. ددغه حکم له مخې نوموړی یو شمېر هېوادونو لکه برازیل او سویلي افریقا ته سفر نه شي کولای.
دغه راز د اوکراین پر سر د اروپايي هېوادونو پلازمېنو ته هم نه شي تلای.
روسي سرچینو د ټرمپ او پوتین ترمنځ د ناستې د ځای په توګه د ترکیې احتمال رد کړی.
سره له دې چې دغه هیواد په ۲۰۲۲ کال کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه و.
د روسیې اغیزناک تحلیلګر فېودور لوکیانوف، چې د والدای بحث کلب د علمي مدیر په توګه پیژندل کیږي، رویټرز ته وویل چې ټرمپ او پوتین د ناستې لپاره ډیر انتخابونه نه لري.
هغه زیاته کړه چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د امریکا نږدې متحدان دي، خو په نړیواله ډیپلوماسي کې مهم رول لوبوي، چې له دې امله دوی د خبرو اترو ممکنه ځایونه کېدای شي.