امریکايي ځواکونه ګوانتانامو ته رسېدلي چې د ناقانونه کډوالو د ساتنې لپاره ځای چمتو کړي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۵

پنټاګون د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې امریکایي ځواکونه د کیوبا په ګوانتانامو کې د امریکا سمندري مرکز ته رسېدلي، ترڅو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د کډوالو د ساتنې ځای جوړ کړي.

د متحده ایالاتو د کورني امنیت ریاست ویلي: "د ولسمشر په لارښوونه د کورني امنیت ریاست (ډي اېچ اېس) او د دفاع وزارت ته، د متحده ایالاتو د اردو سرتېري د اوونۍ په پای کې د ګوانتانامو مرکز ته ورسېدل چېرې چې دوی د نا قانونه بهرنیانو ملاتړ کولو په اډه کې د خدماتو غړو سره یوځای شول "

اوس په ګونتانامو کې د امریکا ۱۵۰ سرتېري ځای پر ځای شوي، ترڅو هغه تاسیسات جوړ کړي چې د ډونالډ ټرمپ په غوښتنه ۳۰۰۰۰ بې اسناده کډوال پکې وساتي.

ټرمپ تېره اونۍ د چهارشنبې په ورځ پنټاګون ته لارښوونه وکړه، چې نوي تاسیسات رامنځته کړي چې "تر ټولو بد جرمي غیرقانوني بهرنیان چې د امریکا خلکو ته ګواښ کوي، پکې وساتي."

هغه وویل: "ځینې یې دومره خراب دي چې موږ حتی په هېوادونو باور نه لرو چې دوی یې ونیسي، ځکه چې موږ نه غواړو دوی بېرته راشي."

د کیوبا په ګونتانامو زندان کې د تروریزم پر وړاندې د متحده ایالاتو د جګړې پر مهال ۷۸۰ بندیان ساتل شوي وو.

ګونتانامو بدنام پوځي زندان دی، چې په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې له تروریستي پېښې وروسته پکې له کلونو بندیان ساتل کېږي.

نور خبرونه

رادیو