د سوریې د موقت ولسمشر په توګه د احمد الشرع له ټاکل کېدو یوه اوونۍ وروسته نوموړي د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې د ټاکنو تنظیمول ښایي پنځه کاله وخت ونیسي.
الشرع په یوې ثبت شوې مرکه کې چې د سوریې په یوه خصوصي ټلویزیون کې خپره شوې وویل: «زما اټکل دا دی چې د ټاکنو د ترسره کېدو موده به له څلورو څخه تر پنځو کلونو پورې وخت ونیسي.»
نوموړي زیاته کړه: «چې د رایې ورکولو زېربنا بیا جوړېدو ته اړتیا لري او دا وخت نیسي.»
هغه د سیاسي ګوندونو تنظیم کولو د قانون ژمنه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې سوریه به یو داسې جمهوریت وي، چې پارلمان او اجراییوي حکومت ولري.
وروسته له هغه چې اسلامپالو یاغیانو د ډسمبر په اتمه د اسد حکومت نسکور کړ او د دغې کورنۍ د پنځو لسیزو اوسپنیزه واکمني پای ته ورسېدله، پوځي قوماندانانو تېره چهارشنبه احمد الشرع د موقت ولسمشر په توګه وټاکه.
د ولسمشر په توګه د الشرع ټاکل کېدل د سیمه ییزو لوبغاړو مصر، قطر، ترکیې او سعودي عربستان له خوا وستایل شو.