د سوریې په منبج ښار کې موټربم چاودنې ۱۸ تنه وژلي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۵

د سوریې په منبج ښار کې د دوشنبې په ورځ یوه موټر بم لږ تر لږه ۱۸ کسان ووژل. دا په تیرو دریو ورځو کې دویم برید دی.

د بشار الاسد د حکومت له نسکوریدو راهیسې دا تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

د منبج ددغه برید مسوولیت تر اوسه هیڅ ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

منبج د ترکیې له پولې شاوخوا ۳۰ کیلومتره فاصله لري.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د مدني دفاع یوې ادارې ویلي، چې په پېښه کې ۱۴ ښځې وژل شوې او نور نارینه دي.

په ټپیانو کې هم ۱۵ ښځې دي.

الجزیرې رپوټ ورکړی، چې په برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

منبج د سوریې د جګړې په اوږدو کې څو ځله لاس په لاس شوی او وروستی ځل په دسمبر کې و، چې د ترکیې ملاتړې ډلې دا ښار د امریکا تر ملاتړ لاندې کرد ځواکونو نه ونیوه.

د شنبې په ورځ په منبج کې یو بل موټر بم برید څلور ملکي کسان وژلي او ۹ نور ټپیان کړي وو، چې ماشومان هم پکې شامل وو.

نور خبرونه

رادیو