ټرمپ او شاينباوم د ناقانونه کډوالو او فنتانیل قاچاق د مخنیوي په تړاو نوې هوکړې ته رسېدلي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۵

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د مکسیکو له ولسمشرې کلاوديه شاينباوم سره یې په ټیلفوني خبرواترو کې د ناقانونه کډوالو او فنتانیل د قاچاق مخنیوي په تړاو نوې هوکړه کړې ده.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې مکسیکو به د دغې هوکړې له مخې د ناقانونه کډوالو او فنتانیل قاچاق د مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته ۱۰ زره سرتېري ولېږي.
نوموړي دا اقدام د امریکا متحده ایالاتو لپاره د نشه‌یي توکو او ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي په برخه کې لوی ګام بللی دی.
همداراز د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په دې خبرواترو کې هوکړه کړې، چې پر مکسیکو لګېدلې تعرفې به د یوې میاشتې لپاره وځنډول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې ډونالډ ټرمپ له کاناډا، مکسیکو او چین څخه متحده ایالاتو ته پر وارېدونکو توکو د تعرفې صادرولو اجراییوي فرمان صادر کړی و.

نور خبرونه

رادیو