د لبنان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکی تهران ته تللی، ترڅو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو ته د بشپړ پلي کېدو اړتیا په اړه بحث وکړي.
په دغه پرېکړه لېکونو کې د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک هم شامل دی، چې د ایران په ملاتړ د حزب الله د بې وسلې کولو غوښتنه کوي.
د نوموړي دفتر وویل، جینین هینس پلاسچارټ خپل سفر د لوړ پوړو ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره پیل کړی او دا د سیمه ییزو او نړۍوالو شریکانو سره د هغه د روانو مشورو یوه برخه ده.
د یادولو ده، چې نوموړي له دې وړاندې څو ځله اسراییل ته هم سفر کړی وو.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي دفتر وویل: " نوموړی به په لبنان کې د مثبتو پرمختګونو په جدي اړتیا تمرکز وکړي، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۲۷ د جګړې د پای ته رسېدو له پیل راهیسې لیدل کېږي."
د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک له مخې، اسراییل د ۲۰۰۶ کال د جولای په میاشت کې له حزب الله سره جګړه پای ته ورسوله.
د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک له لبنان څخه د اسراییل د بشپړ وتلو او د لبنان په شمال کې د حزب الله جنګیالیو او وسلو د وتلو غوښتنه کوي او د پخوانیو پرېکړو اړتیا تاییدوي، چې د حزب الله بې وسلې کول پکې شامل دي.
که څه هم په دې تړون کې ټاکل شوې وه، چې اسراییلي ځواکونه د جنورۍ تر ۲۶ نیټې پورې د لبنان له جنوبي سیمو ووځي، خو امریکا تېره اوونۍ د دغه تړون د غځولو اعلان وکړ.
متحده ایالاتو وویل، چې د "لنډ او موقتي" اوربند تمدید ته اړتیا وه ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې حزب الله د لبنان خلکو یا ګاونډیانو ته ګواښ نه شي پېښولی.
سپینې ماڼۍ ویلي، خوښ دي چې د اسراییل پوځ په وتلو پیل کړی دی.