ټرمپ او ټروډو د یوې میاشتې لپاره د لګول شوې تعرفې پر ځنډولو هوکړه وکړه

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۵

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو ویلي، چې د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې خبرې کړي او هوکړې ته رسېدلي، چې د فنتانیل د قاچاق د مخنیوي په صورت کې به د ۳۰ ورځو لپاره په کاناډایي توکو لګول شوې تعرفې ودرول شي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «ما یوازې د ولسمشر ټرمپ سره ښه اړیکه درلوده. کاناډا زموږ د ۱.۳ میلیارد ډالرو پولي پلان پلي کوي. د نویو چورلکو، ټیکنالوژۍ او پرسونل سره د پولې پیاوړي کول، زموږ د امریکایي شریکانو سره د همغږۍ وده او د فنتانیل د جریان د مخنیوي لپاره د سرچینو زیاتوالی چې نږدې لس زره سرتیري به د پولې په ساتنه کې کار وکړي».

ټروډو د اېکس په دغه پوسټ کې همدا راز لیکلي، چې د جرمونو او د فنتانیل د مخنیوي په موخه کاناډا نوی استخباراتي لارښود چمتو کړی، چې دوه سوه میلیونه ډالر ورته ځانګړې شوي.

نوموړی زیاتوي: «وړاندیز شوې تعرفې به لږ تر لږه د ۳۰ ورځو لپاره ودرول شي په داسې حال کې چې موږ یو ځای کار کوو».

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې د مکسیکو له ولسمشرې کلاوديه شاينباوم سره یې په ټیلفوني خبرواترو کې د ناقانونه کډوالو او فنتانیل د قاچاق مخنیوي په تړاو نوې هوکړه کړې ده.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې مکسیکو به د دغې هوکړې له مخې د ناقانونه کډوالو او فنتانیل قاچاق د مخنیوي په موخه د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته ۱۰ زره سرتېري ولېږي.

نوموړي دا اقدام د امریکا متحده ایالاتو لپاره د نشه‌یي توکو او ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي په برخه کې لوی ګام بللی دی.

یاده دې وي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فېبرورۍ په لومړۍ نېټه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړ او د کاناډا، مکسیکو او چین په وارداتو یې ګمرکي تعرفې ولګولې.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د نوي اجراییوي فرمان له مخې به د کاناډا او مکسیکو په وارداتو ۲۵ او د چین په وارداتو بیا لس سلنه ګمرکي تعرفې ولګول شي.

نور خبرونه

رادیو