د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع په خپل لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني هم په دغه سفر کې د نوموړي ملتیا کوي.
ښاغلي شرع پر اېکس پاڼه د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان څخه په مننې سره لیکي:« نن موږ یو اوږد مجلس ترسر کړه، چې په ترڅ کې مو د سوریې د راتلونکې په جوړولو کې د سعودي عربستان ملاتړ او د سوریې د خلکو د ارادې او د سیمې د یووالي او بشپړتیا د ملاتړ لپاره مو د پیوستون احساس وکړ.»
الشرع لیکلي چې، په دې غونډه کې یې په ټولو برخو کې پراخې خبرې اترې کړې او هڅه یې کړې چې په ټولو برخو کې او په ځانګړې توګه د بشري، اقتصادي، انرژۍ، ټېکنالوژۍ، تعلیم او روغتیا په برخو کې د اړیکو او همکاریو کچه لوړه کړي.
هغه وړاندې کاږلي، د دې لپاره چې په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات ساتلو او د سوریې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو په موخه سره ریښتینې ملګرتیا ترلاسه شي.
احمد الشرع په داسې حال کې د سوریې د انتقالي حکومت د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، چې مخالفو ځواکونو د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد پر ضد عملیات پیل کړل او د هغه واکمني یې پای ته ورسوله.
د ولسمشر په توګه الشرع ته دا واک هم ورکړل شوی، چې د انتقالي دورې لپاره یوه لنډمهاله مقننه شورا جوړه کړي چې د نوي اساسي قانون تر تصویب پورې به خپله دنده پرمخ وړي.