د کانګو د روغتیا وزارت: د ګوما روغتونونو په سړو ‌خونو کې ۷۷۳ جسدونه پراته دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۴

نړۍوالو رسنیو د کانګو د روغتیا وزارت په حواله راپور ورکړی، چې پر ګوما ښار د روانډا ملاتړ لرونکې «اېم‌۲۳» وسله‌والې ډلې له برید وروسته په دغه ښار او د شاوخوا سیمو روغتونونو په سړو ‌خونو کې ۷۷۳ جسدونه پراته دي.

رویټرز شنبه (د فېبرورۍ ۱) نېټه ویلي، چې د روغتونونو سړې‌خونې او همداراز لارې او کوڅې له جسدونو ډکې دي.
سرچینه زیاتوي، چې پر ګوما ښار د «اېم‌۲۳» وسله‌والې ډلې له برید وروسته شاوخوا دوه زره او ۸۸۰ کسان ټپیان شوي هم دي.
د توتسي‌یانو په مشرۍ «اېم‌۲۳» وسله‌واله ډلې د تېرې اوونۍ د سې ‌شنبه په ورځ د کانګو ختیځ لوی ښار او د شمالي کیوای ولایت پر پلازمېنې کنټرول ترلاسه کړ، چې دا سیمې پرېمانه سره زر، کولتان او نور معدني مواد لري.
د رویټرز د راپور له مخې، دغې وسله‌والې ډلې د کیوای له نیولو وروسته پر بوکاوو ښار برید وکړ، خو ویل کېږي چې د کانګو او بورونډي ګډو پوځیانو له ماتې سره مخ شوي دي.
د «اېم‌۲۳» وسله‌واله ډله چې د روانډا بشپړ ملاتړ ورسره دی، په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې جوړه شوې او د کانګو د اوسني ډېموکراټیک پوځ پر وړاندې جګړه کوي.
د کانګو پوځ او د دغې وسله‌‌والې ډلې د نښتو په ترڅ کې سلګونه کسان وژل شوي، زرګونه نور یې کډوال او ټپیان شوي او روان وضعیت یو لوی بشري ناورین رامنځته کړی دی.

نور خبرونه

رادیو