قطر له حماس او اسراییل څخه غوښتي چې د غزې اوربند دویم پړاو مذاکرات سملاسي پیل کړي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۴

د قطر لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني له اسراییل او حماس څخه غوښتي، چې د غزې اوربند دویم پړاو مذاکرات سملاسي پیل کړي.

نوموړي د یک‌شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲مه) ویلي، چې تر اوسه د دې مذاکراتو د پیل لپاره کوم پلان او نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
هغه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیډان سره د یو ګډ خبري کنفرانس پرمهال زیاته کړې ده: «مونږ له حماس او اسراییل څخه غوښتنه کوو، چې د هوکړه‌لیک له مخې دې مذاکرات پیل کړي.»
د یادونې ده، چې د اوربند په هوکړه‌لیک کې ویل شوي، چې دویم پړاو مذاکرات باید د اوربند د لومړي پړاو له ۱۶مې ورځې مخکې چې سبا له دوشنبې سره سمون لري، پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل او حماس تېره میاشت د ملګرو ملتونو، قطر او مصر په منځګړیتوب له یوې اوږدې او مرګونې جګړې وروسته د اوربند درې پړاویز هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.
حماس تر دې دمه د سلګونه فلسطینيانو په بدل کې ۱۸ اسراییلي یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي.

نور خبرونه

رادیو