د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د رپوټ له مخې د اوکراین ولسمشر وویل چې د اوکراین د جګړې په اړه د امریکا او روسیې ترمنځ له خبرو اترو څخه د اوکراین ایستل به "ډیر خطرناک" وي.
ولادیمیر زیلینسکي د اوربند د پلان جوړولو لپاره د کیېف او واشنګټن ترمنځ د نورو خبرو اترو غوښتنه وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ له اسوشیټیډ پریس سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه نه غواړي د اوربند په خبرو اترو کې برخه واخلي یا د هر ډول امتیازاتو په اړه بحث وکړي او کرملین په دې باور دی چې دوی د جګړې په ډکر کې برلاسي دي او باید وخت له لاسه ورنه کړي.
هغه وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کولی شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو مېز ته راولي او د روسیې د انرژۍ او بانکي سیسټم په نښه کولو او د اوکراین د پوځ د دوامداره ملاتړ ګواښ ورته وکړي.
هغه د اوکراین په پلازمېنه کې په مرکه کې چې له یو ساعت څخه زیات یې دوام وکړ، وویل: "زه فکر کوم چې دا تر ټولو نږدې او مهم ګامونه دي."
د زیلینسکي څرګندونې د جمعې په ورځ د ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته وشوې، چې ویلي یې و امریکایي او روسي چارواکو د جګړې د پای ته رسولو په اړه "لا دمخه خبرې پيل کړې".
ټرمپ وویل چې د هغه ادارې له روسیې سره "ډیرې جدي" خبرې اترې کړې دي، خو هغه یې په اړه جزئیات ورنه کړل.
زیلینسکي د مرکې په یوه برخه کې ویلي چې ډیری اوکراینیان د خپل ژوند د بیا رغولو لپاره د جګړې وقفه غواړي.
هغه زیاتوي چې د هیواد د ختیځ په کنډواله بدل شوی او په میلیونونو اوکراینیان بې ځایه شوي او نشي کولی خپلو کورونو ته راستانه شي.
د اوکراین ولسمشر تاییدي چې د اوکراین نږدې پنځمه برخه اوس د روسیې له خوا نیول شوې ده او په دې سیمو کې د مسکو له خوا ټاکل شوي چارواکي په چټکۍ سره د اوکراین د هویت هر ډول نښې له منځه وړي.