ټرمپ له کاناډا، مکسیکو او چین څخه امریکا ته په راتلونکو وارداتي توکو تعرفې ولګولې

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۴

د امریکا ولسمشر د کاناډا، مکسیکو او چین څخه متحده ایالاتو ته په راتلونکو توکو باندې د تعرفې صادرولو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ او د امریکا د نږدې سوداګریزو شریکانو سره یې د سوداګریزې شخړې خطر لوړ کړ.

د ټرمپ د ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، یوازیني محصولات چې له تعرفو څخه معاف دي د کاناډا د انرژۍ محصولات دي.

د نوموړي په وینا، دا هغه محصولات دي چې د لس سلنه ټیټې تعرفې نرخ ولري ترڅو "د ګازو او د کور د تودوخې تېلو نرخونو باندې د هر ډول ګډوډۍ اغېز راکم کړي."

متحده ایالات به د سې شنبه په ورځ د کاناډا په توکو باندې د تعرفو راټولول پیل کړي، خو دا څرګنده نه ده چې په مکسیکو او چین باندې تعرفې به کله پلي شي.

ولسمشر ټرمپ ویلي: "موږ اړتیا لرو چې د امریکایانو ساتنه وکړو، او دا د ولسمشر په توګه زما دنده ده، چې د ټولو خوندیتوب ډاډمن کړم،"

نوموړي د سوشل میډيا په یوه پوسټ کې اعلان کړی، چې ګمرکي تعرفې یې لاسلیک کړې: "ما په خپل کمپاین کې ژمنه وکړه، چې د غیرقانوني بهرنیانو او مخدره توکو د سېلاب مخه ونیسم چې زموږ د پولو څخه تېرېږي او امریکایانو په پراخه کچه د هغې په ګټه رایه ورکړه."

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې دا تعرفې د دې لپاره پلي کېږي چې په درېیو هېوادونو فشار راوړي، چې متحده ایالاتو ته د کډوالو جریان ودروي او تر هغه چې "کړکېچ کم شوی نه وي" تعرفې به په خپل ځای پاتې وي.

نور خبرونه

رادیو