د امریکا په فیلادلفیا کې یوه کوچنۍ الوتکه غورځېدلې او ګڼې ودانۍ سوځېدلي دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۳

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، یوې طبي امبولانس جېټ الوتکې چې یو ناروغ ماشوم او پنځه نورې سپرلۍ یې لېږدولې د جمعې ماښام هوا ته له پورته کېدو لږ وروسته د امریکا د پنسلوانیا ایالت د فیلادلفیا په استوګنیزه سیمه کې غورځېدلې.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې دې پېښې یوه قوي چاودنه او پراخ اور رامنځته کړ چې له امله یې ګڼ کورونه وسوځیدل.

د جیټ ریسکیو ایر امبولانس (Jet Rescue Air Ambulance) شرکت تایید کړې چې یو ناروغ او بل مساپر او د الوتکې څلور عمله په دې پرواز کې وو.

یاد شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ نه شو تاییدولی چې څوک ژوندی پاتې دي. زموږ لومړنۍ اندېښنه د ناروغ کورنۍ، زموږ کارکوونکي، د هغوی کورنۍ، او نور هغه کسان دي چې ښايي په دې پېښه کې زیانمن شوي وي».

د فیلادلفیا ښاروالې شرل پارکر، د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې لا هم د زیانونو کره شمېرې معلومې نه دي، خو څو کورونه او وسایط سخت زیانمن شوي دي.

هغې زیاته کړه: «دا پېښه لا هم فعاله ده او څېړنې پرې روانې دي».

دا پېښه یوازې دوه ورځې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې د امریکا په تاریخ کې یو له مرګونو هوايي ناورین پېښ شو.

د تیرې چهارشنبې په شپه د امریکن ایرلاین (American Airline) یوه مساپر وړونکې الوتکه چې ۶۰ مساپر او څلور تنه عمله یې لرله د واشنګټن ډي سي په فضا کې له یوې پوځي جیټ الوتکې سره چې درې سرتېري په کې وو، ټکر وکړ.

په دې پېښه کې هیڅوک ژوندی پاتې نه ‌شول.

د فیلادلفیا د الوتکې د نسکوریدو پېښه په دروازه کې د یوه لګول شوي زنګ کمرې ثبت کړې چې ښیي الوتکه په چټکۍ په هوا کې روانه ده او یوې سوداګریزې سیمې او لویې لارې ته نږدې د ټکر امله پکې چاودنه رامنځته کېږي او له منځه ځي.

نور خبرونه

رادیو