د سوریې د انتقالي دورې ولسمشر احمد الشرع واک ته له رسېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.
په سوریه کې سرچینو د شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، چې الشرع به دوه ورځې په سعودي عربستان کې وي او تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه به خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، نوموړی د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر کوي.
الشرع په داسې حال کې د سوریې د موقتې دورې د ولسمشر په توګه ټاکل کېږي، چې مخالفو ځواکونو د تېر ډسمبر په میاشت کې د بشار الاسد پر ضد عملیات پیل کړل او د هغه واکمني یې پای ته ورسوله.
د ولسمشر په توګه الشرع ته دا واک هم ورکړل شوی، چې د انتقالي مرحلې لپاره یوه لنډمهاله مقننه شورا جوړه کړي، چې د نوي اساسي قانون تر تصویب پورې به خپله دنده پرمخ وړي.
یاده دې وي، چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز او ولیعهد محمد بن سلمان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته الشرع ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او هغه ته یې د بریالیتوب هیله کړې ده.