د امریکا د سنا او ولسي جرګې د ډیموکراټانو او جمهوري غوښتونکو استازو یوې ډلې یو پریکړه لیک صادر کړی او ټینګار یې کړی چې متحده ایالات، اسراییل او د دوی شریکان او متحدان باید اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي له ګواښ سره د مقابلې لپاره ټول انتخابونه په خپل میز کېږدي.
خو ایران تل دا ادعا کړې چې د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او یوازې غواړي چې سوله ییزې علمي څیړنې ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې، سي ای اې، تېر کال ویلي و، چې تهران لا تر اوسه د اټومي بم د جوړولو لپاره پرېکنده پریکړه نه ده کړې خو اسراییل په دې باور دی چې ایران د دې وسلو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.
د تېر کال په سپتمبر میاشت کې، د ساینس او نړۍوال امنیت انسټیټیوټ (ای ایس ای ایس) په یوه خپور کړي راپور کې ویلي و، چې د سنجران او ګلاب درې په دوو اټومي ځایونو کې د ایران حکومت فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.
د هغو سپوږمکیزو انځورونو له مخې چې د لویدیځو استخباراتي سرچینو لخوا د ساینس او نړۍوال امنیت انسټیټیوټ ته ورکړل شوي، په تیرو ۱۸ میاشتو کې، هغه ایراني کارپوهان چې د ۲۰۰۰ لسیزې په لومړیو کې یې د اټومي وسلو اړوند پروژو کې کار کاوه یو ځل بیا په دې دوو پټو ځایونو کې په کار بوخت دي.
دغه دوو ځایونه د ایران حکومت د هستوي پروګرام په لومړنیو هڅو کې د داسې سیسټمونه د پراختیا او ازموینې لپاره وکارول شول چې د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کارول کېږي.