روېټرز: امریکا له اوکراین څخه غوښتي چې له اوربند وروسته ټاکنې ترسره کړي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۳

د اوکراین او روسیې لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، چې متحده ایالات له اوکراین څخه غواړي، چې د کال تر پایه او یا هم له روسیې سره له روبند وروسته ټاکنې ترسره کړي.

د ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي کیټ کیلوګ رویټرز ته ویلي، چې په اوکراین کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې چې د جګړو له امله ځنډول شوي، باید ترسره شي.

هغه استدلال وکړ، چې ډېری ډېموکراټیک هېوادونه د جګړې په وخت کې ټاکنې ترسره کوي او دا کار به د اوکراین ډېموکراسي پیاوړې کړي.

کیلوګ وویل: "دا د یوې قوي ډېموکراسۍ ښکلا ده، تاسو په احتمالي توګه له یو څخه ډېر کسان لرئ."

ټرمپ او کیلوګ اشاره کړې ده، چې دوی د نوي ادارې په لومړیو میاشتو کې د سولې تړون په پلان کار کوي.

یو پخوانی امریکایي چارواکی چې نوم یې نه دی یاد شوی وویل، چې د ټرمپ چارواکي په پام کې لري څو اوکراین د روسیې سره د لومړني اوربند د یوې برخې په توګه د ټاکنو ترسره کولو ته وهڅوي.

دوی په دې هم بحث کوي، چې د یوه دایمي حل په اړه د خبرو اترو دمخه د لنډمهاله اوربند وروسته د ټاکنو ګټونکي احتمالي له مسکو سره د راتلونکو خبرو څارنه وکړي.

د رویټرز په وینا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي دي، چې که چیرې جګړه پای ته ورسېږي او د روسیې د نوي تېري د مخنیوي لپاره امنیتي ضمانتونه په پام کې ونیول شي، ټاکنې ترسره کېدای شي.

خو د اوکراین د حکومت یوه جګپوړي سلاکار او یوه بل چارواکي ویلي، چې د ټرمپ ادارې تر اوسه د کال تر پایه د انتخاباتو لپاره رسمي غوښتنه نه ده کړې.

د اوکراین قانون اوس مهال د مارشل لاندې ده، چې ټاکنې منع کوي.

نور خبرونه

رادیو