احمد شرع د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۱۰

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې احمد الشرع په سوریه کې د انتقالي حکومت د مشر په توګه ټاکل شوی دی.

هغه به د نوي اساسي قانون تر جوړېدو پورې لنډمهاله د قانون جوړونې شورا جوړه کړي.

همدا راز ټولې نظامي، انقلابي، سیاسي او ملکي ډلې منحل شوي او په دولتي ادارو کې به مدغم شي.

د دغه هېواد نويو چارواکو د سوريې د پخواني حکومت پوځ منحل کړی او د ملي اصولو پر بنسټ د نوي پوځ د جوړولو پلان لري.

دغه پرېکړه په دمشق کې د التحریر الشام د متحدو وسله والو ډلو د قوماندانانو په حضور کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په لومړیو کې د تحریر الشام په مشرۍ یاغي ځواکونو له واکه وغورځاوه.

نور خبرونه

رادیو