سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کولمبیا حکومت د ولسمشر ټرمپ ټول شرطونه منلي او هوکړه یې کړې، چې له امریکا څخه ستانه کړای شوي ټول ناقانونه کډوال به له کوم محدودیت پرته مني.
بي اېن او نیوز د سپینې ماڼۍ یو بیان خپور کړی چې په کې راغلي، د کولمبیا حکومت په امریکایي پوځي الوتکو کې د دغو کډوالو ستنېدل له کوم محدودیت او ځنډ پرته منلي دي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي و، چې د کولمبیا هېواد پر هغو چارواکو او د هغو په کورنیو یې د متحده ایالاتو د ویزې بندیزونه لګولي چې دغه هېواد ته یې د ناقانونه کډوالو د الوتکې د ورتګ مخنیوی کړی دی.
دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې وه، چې د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو خپل هېواد ته د دوو هغو چارټر الوتکو مخه ونېوله چې لا له وړاندې یې الوتنې تایید کړې وې.
د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لهخوا تعرفې او بندیزونه به تر هغه دوام ولري؛ څو چې کولمبیا د دغې هوکړې درناوی نه وي کړی او له هغې سرغړونه ونه کړي.
د بیان له مخې، د بهرنیو چارو وزارت لهخوا پر ویزې لګېدلي بندیزونه او د ګمرکونو او سرحدونو د ساتنې څخه کلکه څارنه به تر هغه دوام وکړي چې د کولمبیایي ډیپورټانو لومړۍ الوتکه په بریالیتوب سره بېرته راستنه شي.
په دغه بیان کې دارنګه د نړۍ له ټولو هېوادونو څخه غوښتل شوي، چې په امریکا کې د خپلو ناقانونه مېشتو وګړو په منلو کې بشپړه همکاري وکړي.