په سوېلي لبنان کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ۲۲ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۸

د الجزیرې د راپور له مخې په سوېلي لبنان کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې ۲۲ کسان وژل شوي دي.
د لبنان حکومتي چارواکو ویلي، د اسراییلي پوځ په ډزو کې ۱۲۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

د اوربند له تړون سره، سره اسراییلي ځواکونو پر هغو لبناني ملکي وګړو ډزې کړې، چې خپلو کورونو ته راستنېدل.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې یو پوځي او شپږ مېرمنې هم شاملې دي.
د اسراییل پوځ په ۱۹ سرحدي کلیو کې هغه ملکي وګړي په نښه کړي، چې تازه خپلو کورونو ته راستانه شوي وو.
د لبنان د اوربند د تړون له مخې، اسراییل باید د دوو میاشتو په اوږدو کې له سوېلي لبنانه ووځي؛ خو د اسراییل پوځ په دې وروستیو ورځو کې د سوېلي لبنان څخه له وتلو انکار کړی.
له دغې پېښې وروسته د لبنان سرپرست لومړي وزیر نجیب میقاتي ویلي، لبنان هوکړه کړې چې له اسراییل سره د اوربند تړون (د فبرورۍ تر ۱۸مې) پورې وغځوي.
له بل پلوه سپینې ماڼۍ هم وړاندې ویلي و، چې د اسراییل او لبنان ترمنځ (د فبرورۍ تر ۱۸مې) پورې د تړون د غځولو لپاره یوه هوکړه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو