د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د کولمبیا هېواد پر هغو چارواکو او کورنیو یې د متحده ایالاتو د ویزې بندیزونه لګولي چې دغه هېواد ته یې د ناقانونه کډوالو د الوتکې د ورتګ مخنېوی کړی دی.
دغه پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د کولمبیا ولسمشر ګوستاوو پیټرو خپل هېواد ته د دوو هغو چارټر الوتکو مخه ونېوله چې لا له وړاندې یې الوتنې تایید کړې وې.
د دغه کار په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سملاسي په کولمبیا کې د امریکا سفارت د ویزو په ورکولو بندیز ولګاوه.
خبرپاڼه کې راغلي اوس وزیر روبیو هغو کسانو او د هغوی کورنیو ته د سفر بندیزونه اعلان کړي چې د امریکا د دغو الوتنو د ګډوډولو ذمه وار ګڼل کېږي چې خپل وګړي یې بېرته ستانه کړي دي.
دغه بندیزونه به تر هغه پورې دوام وکړي چې د کولمبیا حکومت خپل وګړي بیرته ومني او د امریکا غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د خپل ملي امنیت لپاره به هره ممکنه هڅه وکړي.
خبرباڼه کې لیکل شوي د امریکا د کډوالۍ قانون له مخې وزیر روبیو دا صلاجیت لري، څو امریکا ته د هغو بهرنیانو د ورتګ مخه ونېسي چې د دغه هېواد بهرني سیاست لپاره زیانمن وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې دغه بندیزونه به د کولمبیا پر چارواکو او د هغوی کورنیو باندې پلي شي.
بل خوا د امریکا مرستیال ولسمشر په یوې ټلوېزیوني مرکه کې اندېښنه ښودلې چې هېواد ته یې د یو شمېر ورغلو افغانانو امنیتي څار په سمه توګه نه دی ترسره شوی او ځینې امنیتي اندېښنې یې رامنځته کړي دي.
ټرمپ د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام د ټولو هېوادونو لپاره تړلی چې له امله یې دغه هېواد ته د نږدې ۴۰ زره افغانانو الوتنې ځنډیدلي دي.
زرګونه افغانان چې د تېرو شلو کلونو جګړې پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی یا په خپل هېواد کې د له ګواښونو سره مخ دي لا هم د امریکا د کډوالۍ پروسې ته په تمه دي.
په دې کسانو کې ډېری ژباړونکي، د امریکا سفارت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او خبریالان شامل دي چې له اوږده انتظار او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
ډېری افغانان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان او ترکیې ته کډه شوي دي.
په دغو هېوادونو کې د دوی ژوند د قانوني مېشتیدنې د اسنادو نشتوالي، اقتصادي ستونزو او د پولیسو له لوري د نیول کیدو تر څنګ له ګڼو کړاوونو سره مخ دی.
که څه هم د ټرمپ له لوري د کډوالو د اېستلو مسله د افغانانو پورې محدوده نه ده ؛خو د طالبانو د واکمنۍ له کبله له ګواښ سره مخ افغانان د دغه پرېکړې له امله تر ټولو ډېر زیانمن بلل کېږي.