د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز کړی دی چې اردن او مصر باید له غزې څخه نور فلسطینیان ومني.
په غزه کې د اسراییل د پوځي بریدونو له امله یوجدي بشري ناورین رامنځته شوی او زرګونه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز د رپوټ له مخې، ټرمپ په دې اړه چې ایا دا یو لنډمهاله او که اوږدمهاله حل دی، وویل، « کیدای شي دواړه وي».
له دغه وړاندیز وروسته د حماس واکمنو فلسطیني جنګیالیو شکایتونه راپورته شوي.
د حماس چارواکي له غزې نه د فلسطینیانو د دایمي لرې کولو په اړه اوږد مهاله اندیښنې لري. د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم وویل چې فلسطینیان به داسې وړاندیزونه چې ښایې د بیا رغونې په نوم وي، ونه مني، حتا که دغه وړاندیزونه په لومړي سر کې د ښه نیت په توګه وي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې د اسراییل ملاتړ بیا تکرار کړ او ویې ویل چې هغه د اردن بادشاه عبدالله او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ته وړاندیز کړی چې نور فلسطینیان ومني.
ټرمپ غزه د کنډوالې په توګه یاده کړه، ځکه په دې سیمه کې د جګړې له امله پراخې ویجاړۍ شوې دي.
هغه هیله مندي وښوده، چې عربي هیوادونه به په نورو ځایونو کې د فلسطینیانو لپاره د کورونو جوړولو کې مرسته وکړي، چې هلته به شاید دوی په سوله کې ژوند وکړی.