اسراییل او حماس د اوربند له تړونه د سرغړونو په اړه یو بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي.
تازه د اسراییل د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې د وروستۍ تبادلې پرمهال حماس دوه سرغړونې کړې دي.
د دغه دفتر لهخوا په خپور شوي بیان کې راغلي، چې د اربیل یهود په نامه یو ملکي یرغمل شوی کس چې د شنبې په ورځ د خوشې کېدو لپاره ټاکل شوی و؛ نه دی خوشې شوی او دوی ته د ټولو یرغمل شویو کسانو د وضعیت په اړه تفصیلي نوملړ هم نه دی ورکړل شوی.
د اوربند له هوکړې سره سم حماس ډلې تېره ورځ د شاوخوا ۲۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې څلور ښځینه اسراییلئ سرتېرې خوشې کړې.
د رویټرز د راپور له مخې، څلور یرغمل شوې ښځینه سرتېرې د غزې ښار په یوه څنډه کې د فلسطینیانو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چې د حماس لسګونه وسلهوال شاوخوا ولاړ وو، د سره صلیب کارکوونکو ته وسپارل شوې.
خو بل پلو بیا حماس اسراییل تورن کړی، چې د غزې شمال ته د فلسطینیانو د بېرته راستنېدو مخنیوي سره یې د اوربند د شرایطو پلي کول ځنډولي.
له بل پلوه الجزیرې شبکې راپور ورکړی، چې په غزه کې د اوربند له ټینګېدو وروسته د اسراییل پوځ پر لویدیځه غاړه د فلسطینیانو پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي دي.
ورته مهال د فلسطین جهاد الاسلامي ډلې د امریکا د ولسمشر لهخوا له غزې څخه مصر او اردن ته د فلسطینیانو د لېږدولو وړاندیز غندلی او دا یې د "جنګي جرمونو" هڅونه بللې ده.