د فلسطين اسلامي جهاد ډله وايي، اسراییلي بندي اربيل يهود به د راتلونکو ټاکل شويو بنديانو له تبادلې مخکې خوشې شي.
د دوی په خبره، اسراییل په حماس تور لګوي، چې د یرغمل شویو بندیانو په ترتیب کې یې بدلون راوستی دی.
اسراییل د یکشنبې په ورځ د غزې په شمالي برخه کې په زرګونو فلسطینیان خپلو کورونو ته د ستنېدو مخه ونیوله، ځکه دوی په حماس تور پورې کړ چې د یرغمل شویو بندیانو په ترتیب کې یې بدلون راوستلو سره د نازک اوربند څخه سرغړونه کړې.
سیمه ییزو روغتیايي چارواکو ویلي، چې اسرابیلي ځواکونو پر خلکو ډزې کړي او په پایله کې یې دوه کسان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
په ورته مهال اسراییلي ځواکونو په لبنان کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې د حزب الله وسله والې ډلې سره د جلا اوربند له مخې د یکشنبې د ضرب الاجل پورې د دوی د وتلو غوښتنه کوي.
په لبنان کې روغتیايي چارواکو ویلي، د اسرییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۱۲۰ ډېر ټپیان دي.
اسراييل وايي، له دې امله نه دي وتلي چې لبناني ځواکونه په کافي اندازه ځای پر ځای شوي نه دي.
لبنان بیا وايي، تر هغه چې اسراييلي پوځيان نه وي وتلي ځواکونه يې سيمو ته نه شي تللای.