د بیلاروس رسنیو خبر ورکړی، چې نن د (سلواغې اومه) نېټه په بیلاروس کې د ولسمشرۍ ټاکنې پیل شوې او اټکل کېږي چې اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشینکو به د اوم ځل لپاره په پرله پسې توګه بریالی شي.
دغه ټاکنې داسې مهال کېږي چې په یاد هېواد کې هېڅ ډول ټاکنیز شور نه تر سترګو کېږي.
په پلازمېنه مېنسک کې د نوماندانو لپاره د اعلانونو بیلبورډونه ډېر لږ ښکاري او ټاکنیز کمپاینونه هم خورا محدود شوي دي.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ رایه ورکونه نن سهار اته بجې پیل شوې او د ماښام تر اته بجو به دوام وکړي.
په ټولیز ډول ۵,۳۲۵ د رایو ورکولو مرکزونه په ټول هېواد کې فعال شوي دي. رایه ورکوونکي کولی شي د تذکرې، پاسپورټ، د موټر چلونې جواز، د تقاعد کارډ، یا د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړي کارډ په وړاندې کولو سره خپله رایه واچوي.
هغه کسان چې د فزیکي ستونزو له امله د رایې ورکولو مرکزونو ته نه شي رسېدلای، کولای شي د نن ورځې تر مازیګر شپږ بجو پورې د خپلو کورونو مخې ته د رایې ورکولو غوښتنه ثبت کړي.
دا ټاکنې د ۲۰۲۰ کال د مخکینیو ټاکنو ښکار چې اوسنی ولسمشر لوکاشینکو په کې د ۸۰ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره بریالی اعلان شو.
د تېرو ټاکنو پایله د پراخو لاریونونو او د درغلۍ تورونو سره مل وه، چې په پایله کې یې مخالفین سخت وځپل شول او لسګونه زره کسان ونیول شول.
اروپايي رسنۍ وایي، په داسې حال کې چې د لوکاشینکو اوسنی دوره تر اوړي دوام لري، هغه پرېکړه وکړه چې ټاکنې له اګست څخه جنورۍ ته راولي.
د جنورۍ د سختو یخنیو په حالاتو کې دا پرېکړه داسې ښکاري چې پر سړکونو د لاریونونو د مخنېوي لپاره شوې وي.
د شنونکو په وینا، په دې یخ موسم کې د پراخو لاریونونو د ترسره کېدو احتمال کم دی.
په دې ټاکنو کې پنځه نوماندان برخه اخلي چې رایه ورکوونکي باید له هغوی څخه یو وټاکي. سره له دې د لوکاشینکو ډېری مخالفین یا نیول شوي یا بهر ته تښتېدلي دي او یوازې یو نوماند په ښکاره توګه د لوکاشینکو پر سیاستونو او د روسیې سره د نږدې اړیکو اپر لرلو نیوکې کړي دي.
انا کاناپاتسکایا چې یوه خپلواکه نومانده ده، ټینګار یې کړی چې بلاروسیان د آزاد، خپلواک او ډیموکراټیک ژوند مستحق دي.
لوکاشینکو چې د مسکو پر مالي او سیاسي ملاتړ ډېره تکیه لري، د کلونو په اوږدو کې یې د مخالفینو په سختو ځپلو، د مدني ازادیو په محدودولو، او د رسنیو او خپلواکو ادارو پر وړاندې د سختو سیاستونو په غوره کولو سره خپله واکمني ساتلې ده.
د هغه حکومت لا هم د روسیې سره د نږدې اړیکو تر اغېز لاندې دی او ځینې پرېکړې یې لکه په ۲۰۲۲ کال کې د اوکراین پر وړاندې د برید لپاره د بلاروس له خاورې څخه د روسیې د استفادې اجازه او په دې هېواد کې د روسیې تاکتیکي اټومي وسلو ځای پر ځای کول په نړیواله کچه ګڼې اندېښنې راپورته کړې دي.
د اروپايي کارپوهانو په بارو په عمومي توګه د بلاروس نننۍ ټاکنې په ځانګړو شرایطو او د مخالفینو د ځپل کیدو او کنټرول شوي چاپېریال په ترڅ کې ترسره کېږي چې داسې نه ښکاري چې د یاد هېواد په مشرتابه کې کوم بدلون رامنځته شي.
ډېری سیاسي شنونکي باور لري چې د رېښتونې ټاکنیزې سیالۍ د نشتوالي او موجوده محدودیتونو په نظر کې نیولو سره لوکاشینکو به یو ځل بیا په دې ټاکنو کې بریالی شي او خپله واکمني به د یوې بلې دورې لپاره هم وغځوي.