نتنیاهو له ټرمپ څخه مننه وکړه چې اسراییل ته یې د دفاع "وسایل" ورکړل

AP ۱۴۰۳ سلواغه ۷

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر د دوه زره پونډه بمونو لېږد اجازه ورکړه، د ډونالډ ټرمپ ستاینه وکړه چې اسراییلو ته یې د ځان د دفاع لپاره "وسایل" چمتو کړي.

کله چې اسراییلي پوځ د غزې په ګڼ مېشته سیمو کې د عملیاتو لپاره تیاری ونیوو، نو د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې تېر کال د دې درنو بمونو رسولو مخه نیولې وه.

نتنیاهو په یوه ویډیویي بیان کې وویل: "د ولسمشر ټرمپ څخه مننه چې اسراییل ته یې د خپل ځان د دفاع، زموږ د ګډو دوښمنانو سره د مقابلې او د سولې او سوکالۍ راتلونکي خوندي کولو لپاره د اړتیا وړ وسایلو د ورکولو ژمنه وکړه."

د یکشنبې په ورځ د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډون سار هم اسراییل ته د "مهم دفاعي کښتۍ" د سپارلو له امله له ټرمپ څخه مننه کړې.

د تېرې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر وویل، چې اسراییل ته "ډیر شیان" سپارل کېږي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: "ډیری شیان چې د اسراییل له خوا امر شوی او تادیه شوي، مګر د بایډن له خوا نه دي لېږل شوي، اوس په لاره دي!"

د بایډن ادارې تېر کال د بمونو لېږد ودراوه او خبرداری یې ورکړ، چې په ګڼ مېشته سیمو کې د داسې لویو مهماتو کارول به د "لویې انساني غمیزې او زیان لامل شي."

تیره اونۍ د غزې په تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ لنډمهاله اوربند پیل شو، چې موخه یې د هغې جګړې دایمي پای ته رسول دي، چې فلسطیني اورپکو د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه په اسراییل له برید سره پیل کړ.

یاده دې وي، چې دا اوربند د روانې اونۍ په پای کې د اسراییل او حماس د دویمې ډلې د یرغمل شویو اسراییلي او فلسطیني بندیانو د تبادلې سره دوام لري.

نور خبرونه

رادیو