اسراییل او حماس په دوحه کې د غزې اوربند تړون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۳ مرغومی ۲۸

د بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې تایید کړه چې د اسراییل او حماس استازو د جمعې په ورځ په دوحه کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون تړون لاسلیک کړ.

د اسراییل کابینه به په څو ساعتونو کې پر دغه تړون رایه ورکړي.

د اسراييل لومړي وزير دفتر ويلي، مرکچي پلاوي څو شېبې وړاندې نتنياهو ته زنګ وواهه او د تړون د لاسليکولو اعلان يې وکړ.

د دغې اعلامیې له مخې د اوربند د هوکړې له لاسلیک وروسته د هغو ۹۸یرغمل شویو کورنیو چې د حماس له خوا نیول شوي دي له وروستیو پرمختګونو خبر شول.

نور خبرونه

رادیو