اوچا: اسراییلي ځواکونو په تېرو دوو میاشتو کې د غزې پر ښوونځیو ۹۵ بریدونه کړي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۸

‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، د ملګرو ملتونو ادارې د اکتوبر له شپږمې راهیسې د ډسمبر تر ۱۵مې پورې په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له‌خوا پر ښوونځیو ۹۵ بریدونه مستند کړي دي.

دغه ښوونځي د ډېرو بې ځایه شویو فلسطینیانو لپاره د سرپناه کولو له پاره خوندي ځایونه وو.
د اوچا له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغو دوو میاشتو په ترڅ کې شاوخوا ۶۱ بریدونه په شمالي غزې کې ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه په غزه کې څلور ښوونځي په نښه شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د بیت حانون پر خلیل عویده ښوونځي د اسراییل په برید کې چې لسګونه کسان ووژل شول؛ خلک یې دې ته اړ اېستل چې له دغې سیمې سوېلي خوا ته وتښتي.
له بل پلوه د خان یونس په المواصي کې پر احمد بن عبدالعزیز ښوونځي د اسراییل بمي برید چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان هم شامل وو، چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو کم ول.

نور خبرونه

رادیو