د امریکا د ویسکانسن ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷

د امریکا د ویسکانسن ایالت د میډیسن په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۲ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د میډیسن د پولیسو مشر شان بارنس په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د شپږو ټپیانو څخه د دوو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
هغه وويل، دغه وژل شوي کسان زده‌کوونکي دي.
د سی اېن اېن د راپور له مخې پولیسو ویلي، چې بریدګره هم په وژل شویو کسانو کې شامله ده.
د پولیسو په وینا، ۱۵ کلنه بریدګره "سمانتا" نومېده.
دغه ډزې د ویسکانسن ایالت د میډیسن په «ابنډنټ لایف» ښوونځي کې شوې دي.
پولیسو د پېښې پخلی کړی او له خلکو یې غوښتي، چې ښوونځي ته له ورتګه ډډه وکړي.
د پولیسو په وینا، ښایي بریدګره د همدغه ښوونځي زده‌کوونکې وي.
پوليس وايي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او په دې تړاو به خپل معلومات ډېر ژر له خلکو سره شریک کړي.

نور خبرونه

رادیو