اوکراین وايي، چې د سه شنبې په ورځ په مسکو کې روسی جګپوړی جنرال ددوی څارګرو وژلی دی.
برید جنرال ایګور کیریلوف په مسکو کې له خپلې ودانۍ بهر په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شوي بم له امله ووژل شو.
د اوکراین امنیتي ادارې یوه ورځ وړاندې پر نوموړي د جرایمو تورونه لګولي وو.
جنرال ایګور کیریلوف، چې د روسیې د پوځ د اتومي، بیولوژیکي او کیمیاوي ساتندویه ځواک مشر و، د خپل دفتر پر لور د تګ پر مهال وژل شوی. د کیریلوف مرستیال هم په دغه برید کې وژل شوی دی.
د اسوشیټډ خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ۵۴ کلن کیریلوف مړی د هغه د اپارتمان د ودانۍ مخې ته وموندل شو. رپوټونه وايي چې بم له لرې څخه کنټرولېده. د پېښې انځورونه ماتې شوې کړکۍ او سوځیدلي دېوالونه ښیي.
کیریلوف د هغو کسانو له ډلې و چې د لویدیزو هېوادونو، په ځانګړي ډول د برېتانیا او کاناډا د بندیزونو په نوملړ کې و. د دوشنبې په ورځ د اوکراین امنیتي ادارې(اېس بي یو)پر نوموړي د منع شویو کیمیاوي وسلو د کارولو تور پورې کړ.
د اوکراین د امنیتي ادارې یوه چارواکي له نومښودنې پرته ویلي، چې کیریلوف یو «جنګي مجرم» و.
د کیمیاوي وسلو تورونه
د اوکراین د امنیتي ادارې په وینا، د روسیې پوځ له ۲۰۲۲ کال راهیسې د جګړې په ډګر کې له څلور زره او ۸۰۰ څخه ډېر ځله کیمیاوي وسلې کارولې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مې میاشت کې وویل چې روسیې کلوروپکرین زهرجن ګاز کارولی و، چې لومړی ځل په لومړۍ نړیواله جګړه کې کارول شوی و. روسیې دا تورونه رد کړي دي.
د روسیې حکومتي څېړنیزې ادارې ویلي چې د کیریلوف وژل د یوې ترهګریزې پېښې په توګه څېړي او له اوکراین نه به یې غچ واخلي.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال دمیتري مېدودېف وویل چې کیېف په دغه برید سره په جګړه کې خپلې ناکامۍ پټوي او د خلکو د پام اړولو هڅه کوي. هغه خبرداری ور کړ، چې د اوکراین جګپوړي پوځي او سیاسي مشران به له « حتمي سزا» سره مخ شي.