اوکراین ادعا کړې، چې له روسیې سره یې د جګړې پر مهال د شمالي کوریا شاوخوا ۳۰ پوځیان وژلي او یا هم ټپیان کړي دي.
خو لا تراوسه روسیې او شمالي کوریا د اوکراین د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د اوکراین پوځي استخباراتو او پنټاګون ویلي، چې اوکرایني ځواکونو د روسیې په کرسک سرحدي سیمه کې د روسیې له ځواکونو سره په جګړه کې د شمالي کوریا یو شمېر پوځیان وژلي او ټپیان کړي دي.
د اوکراین د پوځي استخباراتو ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د شمالي کوریا سرتېري "د پام وړ زیانونو" سره مخامخ شوي دي.
د دغې ادارې په خبره، دغه سرتېري د کرسک سیمې د پلیخوو، وروبزا او مارتینوفکا کلیو ته نږدې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
دغې ادارې په خپله ټېلګرام پاڼه لیکلي، چې د کوریلووکا په کلي کې هم لږ تر لږه د شمالي کوریا درې سرتېري تري تم شوي دي.
له بل پلوه د پنټاګون ویاند جنرال پاټ رایډر په واشنګټن کې خبریالانو ته د خبرو پر مهال د اوکراین د پوځ ادعا تایید کړه او ویې ویل، چې متحده ایالاتو په کرسک سیمه کې د جګړې پرمهال د شمالي کوریا د وژل شویو او ټپي شویو پوځیانو نښې موندلې دي.
د سوېلي کوریا، امریکا او اوکراین د استخباراتو په وینا، د شمالي کوریا شاوخوا ۱۱ زره سرتېري روسیې ته استول شوي چې د اوکرایني ځواکونو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جګړه وکړي.