د جرمني د محافظه کارو ایتلاف د دغه هېواد د راتلونکو بې وخته ټاکنو لپاره پر ګډې بیانیې هوکړه کړې ده.
د جرمني خبري اژانس ډي پې اې د رپوټ له مخې، مسیحي ډیموکراټ ګوند (CDU) له خپل باوریايي خور ګوند مسیحي سوسیال ګوند (CSU) سره یوځای د ټاکنو په تړاو یو ۸۰ مخیز مانیفیسټ یا بیانیه تیاره کړې ده.
ټولپوښتنې ښيي چې د فریدرېک مېرڅ په نوماندۍ دغه ایتلاف به د راتلونکې فبروري میاشتې د ۲۳مې نېټې په ټاکنو کې مخکښ رول ولري.
ددواړو ګوندونو د ګډې ناستې برخه والو ویلي، چې د سي ډي یو مشر فریدریک میرڅ او د سي ایس یو مشر مارکوس زودر پر خپل یووالي ټینګار کړی.
زودر چې د باوریا ایالت لومړی وزیر دی وویل، چې « یووالی پر ځان غوښتې مقدم دی».
په داسې حال کې، چې په اوکراین کې لاهم جګړه روانه ده، مېرڅ ویلي، چې دواړه ګوندونه به د سولې او ازادۍ تضمینوونکي وي.
مېرڅ ویلي، چې د جرمني اقتصادي سیالي به د ټاکنو یو مهم او ټاکونکی اړخ وي.
په دې بیانیه کې ویل شوي، چې مالیې باید راکمې شي او ټولې غیر قانوني کډوالۍ باید ودرول شي. بیانیې د اوکراین پر ملاتړ او د اجباري عسکرۍ پر بیا معرفي کولو ټینګار کړی دی.