د پولنډ لومړی وزیر ډونالډ ټسک وایي، چې اوکراین د روسیې د تیري په وړاندې په اغېزمنه توګه د ځان دفاع کوي.
هغه زیاته کړه: « که څه هم د جګړې په لومړیو ورځو کې هېچا ورته فرصت نه و ورکړی. په یاد مو دي؟ ستاسو به ښه په یاد وي.»
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې د پولنډ له لومړي وزیر ډونالډ تسک سره یې کتلي دي.
په دغه کتنه کې دواړو هېوادونو د اړیکو په ثبات خوښي څرګنده کړې ده.
زېلېنسکي ویلي؛ خوښ دی چې اړېکې یې په داسې ستونزمنو حالاتو کې ثبات لري.
زېلېنسکي وویل: «په راتلونکي کال کې به پولنډ د اروپايي ټولنې د شورا مشري په غاړه ولري. دا مشري کولی، شي موږ ته د اروپايي اتحادیې د غړیتوب په لور د پام وړ پرمختګ راولي.»
په دې کتنه کې د اوکراین ولسمشر د پولنډ څخه مننه کړې چې په ناټو کې د بشپړ غړیتوب لپاره یې د دوی ملاټړ وکړ.
زېلېنسکي وویل: « زه د پولنډ څخه مننه کوم چې د ناټو د بشپړ غړیتوب لپاره یې له موږ څخه ملاټړ وکړ او ژر تر ژره یې په اتحاد کې د شاملېدو بلنه ترلاسه کړه. پولنډ پوهېږي چې دا زموږ د اروپایي برخې لپاره څومره مهم دی چې ریښتیني امنیت تضمین کړي.»
همدا راز، ښاغلي ډونالډ ټسک وویل: «اوس د دې وخت دی چې ټول لوېدیځ په خپل ځواک، امکاناتو او خپل توان باور ولري، چې د دې سترې لوبې ټولو لوبغاړو ته قناعت ورکړي، چې اوکراین او ټوله نړۍ یوازې د سولې او ځمکنۍ بشپړتیا او سرحدونو د درناوي مستحق دي.»
زېلېنسکي وویل، چې په دې کتنه کې یې د جګړې په ډګر او ډیپلوماسۍ ډواړو مفصلې خبرې وکړې. هغه زیاته کړه، چې موږ د اوکراین په اړه ګډ لید لوری لرو: «اوکراین عادلانه سولې ته اړتیا لري، باید قوي وي او نور ځواکمنتیا ته اړتیا لري.»
بل خوا، دا چې پولنډ د روسیې پر وړاندې د لوېدیځ متحدینو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د اوکراین جګړو کې د روسیې د پراختیایي سیاستونو مخنیوي لپاره مهم رول لوبوي، نو روسیه د پولنډ پر وړاندې یو سخت دریځ لري.