په سوریه کې د ۱۰۰زره کسانو ډله ییز قبر موندل شوی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۷

د سوریې د «خلکو د ملاتړ» په نوم د یوه بنسټ مشر ویلي، چې د دمشق ښار څخه دباندې د ۱۰۰زره هغو کسانو ډله ییز قبر موندل شوی چې د بشارالاسد د رژیم له لوري وژل شوي دي.

کسانو ډله ییز قبر موندل شوی چې د بشارالاسد د رژیم له لوري وژل شوي دي.
معاذ مصطفی ویلي چې: «دغه ډله ییز قبر د دمشق ښار شمال ته په ۴۰ کیلومیټرۍ کې د القطیفه په سیمه کې دی او دا د پینځو هغو ډله ییزو قبرونو له ډلې یو دی چې په تېرو کلونو کې په سوریه کې موندل شوی دی.»

ښاغلي مصطفی د رویټرز اژانس سره په خبرو کې زیاته کړې چې ښايي په سوریه کې په ډېر شمېر د وژل شویو نور ډله ییز قبرونه هم وي.
هغه زیاتوي‌ چې په دغو وژل شویو کسانو کې یوازې سوریایان نه دي، بلکې د امریکا په ګډون د بریټانیا او نورو هېوادونو بهرني وګړي هم په کې ښخ کړای شوي دي.
د راپور له مخې د بشارالاسد د حکومت د هوايي ځواک استخباراتي څانګې دنده لرله چې مړي له پوځي روغتونونو څخه دباندې انتقال کړي او بیا یې د استخباراتي ادارو نورو څانګو ته وسپاري.
په راپور کې د معاذ مصطفی له قوله لیکل شوي چې زندانیان لومړی په خورا وحشیانه توګه شکنجه کیدل چې بیا یې روغتون ته لېږدول او تر هغې وروسته یې مړي په ډله ییزو قبرونو ته ښخول.

مصطفی دا هم ویلي چې د مړو د لېږدولو لپاره یخچال لرونکې لارۍ کارول کیدې چې د دې کار مسوولیت د دمشق ښاروالۍ د جنازو د څانګې کارکوونکو پر غاړه لاره.
مصطفی د ښاروالۍ له هغو کارګرو سره هم خبرې کړې دي چې د جسدونو په لېږدولو او د دغو قبرونو په کیندلو کې یې کار کړی؛ خو دغه کسان اوس له سوریې څخه تښتیدلی دي.
هغه ټینګار کړی چې د لا ډېرو څېړنو لپاره باید د دغو ډله ییزو قبرونو د خوندیتوب لپاره ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د شواهدو په توګه خورا مهم دي.
باید ووایو چې د رویټرز خبري اژانس د معاذ مصطفی له لوري شوې ادعاوې په خپلواکه توګه لا تر اوسه نه دي تائید کړي.
داسې اټکل کېږي چې په ۲۰۱۱م کال کې چې د بشارالاسد پر ضد په کور دننه لاریونونو زور واخیست. او په کورنۍ جګړه واوښتي په سوریه کې سلګونه زره کسان وژل شوي دي.
د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو او لوېدیځو هېوادونو پر بشارالاسد او د هغه پر پلار حافظ الاسد تور پوری کړی چې د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې یې په پراخه توګه د ناقانونه ډله ییز اعدامونه ترسره کړي. بشارالاسد په وار، وار دا تورونه رد کړي دي.
مصطفی چې د سوریې د ملاتړ د یوې ادارې مشري پر غاړه لري او په امریکا کې مېشت و،‌ وروسته له هغې سوریې ته ولاړ چې د بشارالاسد حکومت ړنګ شو.

نور خبرونه

رادیو