د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او ښوونیز سازمان یونسکو وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۶۸ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندې پر مهال وژل شوي دي.
یونسکو په رپوټ کې زیاتوي، چې د روان کال د خبریالانو له ۶۰ سلنې زیاتې وژنې په جګړه ځپلو هېوادونو کې شوې دي.
دې سازمان نن سې شنبې «د لیندۍ ۲۷مه» په یوه خبرپاڼه کې په ۲۰۲۴ کال کې د خبریالانو د وژل کېدو او شمېر په اړه خپل چمتو شوی رپوټ خپور کړ.
په دې رپوټ کې لیکل شوي:«چې په جګړو کې له ښکېلو هېوادونو له ۴۲ ژورنالیستانو څخه ۱۸ په فلسطین، ۴ په اوکراین او کولمبیا، ۳ په عراق، لبنان، میانمار او سوډان کې او یو یو په سوریه، چاد، سومالیا او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وژل شوي دي.»
په دې رپوټ کې راغلي چې له ۲۰۱۶ کالونو راهسې پرلاپسې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د خبریالانو د وژل کېدو د پيښو شمېر زیات شوی دی.
د یونسکو رپوټ موندنې ښه يي چې په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شوو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو شمېر ۷۴ و او په ۲۰۲۲ کال کې بیا د ا شمېره ۸۸ تنه و، چې د تېرو دوو کلونو پرتله په روان کې دا شمېر ۶۸ تنو ته راښکته شوی دی.
څو کاله پرلپسې ۴۲ فیصده خبریالان د چاپیریال ساتنې په پرخه کې د رپوټونو ورکولو پرمهال وژل شوي دي.
د یونسکو ارقام د هغو قضیو پر بنسټ دي چې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالو سازمانونو لخوا ثبت شوي.