د بنګله دېش د فساد ضد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینې واجد او د هغې د کورنۍ پر ضد د ۸۰ زره کروړه ډالرو فساد تورونه وڅېړي.
د راپورونو له مخې، په دغو تورونو کې د روپ پور اټومي برېښنا پروژې څخه د ۵ ملیارده ډالرو د فساد تورونه شامل دي، په داسې حال کې چې د دې پروژې په ګډون په نورو پروژو کې د ۸۰ زره کروړه روپیو فساد اټکل شوی دی.
د رسنیو د راپور له مخې، په تورنو کسانو کې پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه، د هغې خور شېخ ریحانه، زوی سجیب واجد جوی او وراره یې ټیولپ صدیق او د کورنۍ نور غړي شامل دي.
د پخوانۍ لومړۍ وزیرې کورنۍ د فساد د تورونو ترڅنګ د روپ پور او اشریان په څېر پروژو کې په بې غورۍ هم تورنه ده.
د روپ پور اټومي برېښنا پروژه کې د شېخ حسینې د کورنۍ د فساد په اړه راپورونه د اګست په ۱۹ په یو شمیر ورځپاڼو کې خپاره شول.
په دغو راپورونو کې د ګلوبل ډیفنس کارپورېشن معلومات ښیي، چې شېخ حسینه، سجیب واجد جوی او ټیولپ صدیق د یوه بهرني بانک له لارې پنځه ملیارده ډالر اختلاس کړی.
د روپ پور اټومي برېښنا پروژه په بنګله دیش کې ترټولو ستره پروژه ده، چې لګښت یې د ۱۲،۶۵ ملیارده ډالرو اټکل شوی.
د يادونې وړ ده، چې د بنګله دېش پخوانۍ لومړۍ وزيرې شېخ حسينه څو مياشتې وړاندې د پراخو لاريونونو په پايله کې له خپلې دندې استعفا وکړه او هند ته وتښتېده.