د کاناډا د مالیې وزیرې له استعفا وروسته ددغه هېوادپر لومړي وزیر جسټن ټروډو د استعفا فشارونه ډېر شوي.
کاناډايي رسنیو ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د ماليې وزیرې او مرستیالې لومړۍ وزیرې کرېسټیا فریلینډ له استعفا وروسته۵۲ کلن ټروډو د خپلې مشرتابه د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.
د هغې دا پرېکړه د ټروډو د حکومت لپاره یو ستر ګوزار دی، چې لا له وړاندې یې په خلکو کې محبوبیت کم شوی.
فریلینډ، چې ۵۶ کلنه ده، په خپل استعفا لیک کې له خپل اوږدمهاله متحد سره د ډونالډ ټرمپ د تعرفو ګواښ په تړاو اختلاف ته اشاره کړې ده.
ټرمپ ژمنه کړې چې د کاناډا په وارداتو باندې به ۲۵ سلنه مالیه ولګوي.اقتصاد پوهان وايي، دا تعرفې د کاناډا پر اقتصاد ناوړه اغېز کولی شي.
فریلینډ ټروډو تورن کړی چې د ټرمپ د اقتصادي ملتپالنې په ترڅ کې رامینځته شوي ګواښ ته د رسیده ګي لپاره یې ګرانبیه سیاسي لارې غوره کړې دي.
هغې په لیک کې ویلي، چې « دا یو جدي اقتصادي ګواښ دی. موږ باید خپل مالي ځواک په احتیاط سره وساتو او د سیاسي مانورو لپاره بې ځایه لګښتونه ونه کړو، ځکه موږ یې توان نه لرو».
د هغې استعفا د لیبرال ګوند په دننه کې یو ستر کړکېچ رامنځته کړی دی. د سیاسي شنونکو په وینا، د دې پېښې سیاسي اغیزې به د ټروډو مشرتابه ته ډېر زیان ورسوي.
د اپوزیسیون ګوندونو مشرانو د ټروډو پر ضد خپل دریځ نور هم سخت کړی.
د نوي ډیموکرات ګوند مشر جگمیت سینګ وویل: « زه له جسټن ټروډو څخه د استعفا غوښتنه کوم. هغه باید لاړ شي».
د اپوزیسیون محافظه کار مشر پیېر پویلیور هم د ټروډو پر حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل، « موږ نه شو کولای چې په دې ډول ګډوډۍ، کمزورۍ او بې اتفاقۍ کې پاتې شو».
د ټروډو په حکومت کې دا درز د ټرمپ له دې اعلان وروسته رامنځته کیږي، چې پر کاناډايي توکو به تعرفې ۲۵ سلنه ډېرې کړي.