د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په تېرو څلورو میاشتو کې په غزه کې شاوخوا ۱۹ زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان روغتونونو کې بستر شوي دي.
دغې ادارې پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دغه شمېره د غزې په تړانګه کې د کال په لومړۍ نیمایي کې د ثبت شوې شمېرې نږدې دوه برابره ده.
د دغې ادارې په وینا، دغه شمېرې داسې مهال لوړې شوې چې اسراییل غزې ته د بشري مرستو د کاروان د ننوتو اجازه نه ورکوي او دغه محدودیت ته یې دوام ورکړی دی.
تر دې مخکې الجزیرې راپور ورکړی و، چې اسراییل د اکټوبر له شپږمې نېټې راهیسې په پراخه کچه د شمالي غزې د کلابندۍ لپاره ټولې مرستې بندې کړې دي.
له بل پلوه د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د امريکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سوريه کې د تازه پرمختګونو او په غزه کې د اسراييلي او بهرنيو يرغمل شويو کسانو د خلاصون لپاره د وروستي فشار په اړه خبرې کړې دي.
هاخوا د فلسطین د روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل پوځي عملیاتو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې لږ تر لږه ۴۴ زره او ۹۷۶ فلسطینیان وژلي او ۱۰۶۷۵۹ نور یې ټپیان کړي دي.