د سوریې مرکزي بانک د ۲۰۱۸ کال د مارچ او ۲۰۱۹کال د سپټمبر ترمنځ نږدې ۲۵۰ میلیونه ډالر روسیې ته لېږدولي دي.
دا پیسې د سوریې له مرکزي بانک څخه د مسکو ونکوو هوایي ډګر ته لېږدول شوې او د روسیې په بانکونو کې زیرمه شوې دي.
ډیوډ شنکر، چې له ۲۰۱۹ کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر و، فایننشیل ټایمز ته ویلي: "د پیسو دغه انتقالات دومره حیرانوونکي نه وو، ځکه اسد پرله پسې پیسې بهر ته لیږدولې څو خپلې غیر قانوني ګټې او د سوریې شتمنۍ بهر خوندي کړي."
شنکر وايي، چې حکومت اړ شوی خپلې پیسې بهر خوندي ځای ته ولیږي چې د رژیم او د هغې د کورنۍ لپاره ښه ژوند تامین کړای شي.
د سوریې د حقوقي پرمختیا پروګرام مشر څیړونکي ایاد حمید تایید کړې ده چې روسیه د بشار الاسد رژیم لپاره د بندیزونو د مخنیوي مرکز و، په ځانګړې توګه کله چې دمشق د لویدیزو بندیزونو له امله له نړیوال بانکي سیستم څخه جلا شوی و.
فایننشیل ټایمز وايي، روسیې نه یوازې د اسد نظامي ملاتړ کاوه، بلکې د واګنر ډلې ځواکونو له لارې یې د بشار الاسد رژیم ته مالي مرستې هم برابرولې.
یاده رسنۍ وايي، چې ځینې پیسې د مسکو په لوړه کچه املاکو کې د منځګړیو له لارې د الاسد کورنۍ د شتمنیو پراختیا لپاره وکارول شوې.
په تېرو وختونو کې د سوریې اپوزیسیون او لویدیزو حکومتونو د بشار الاسد پر دولت تور لګولی و، چې د سوریې شتمنۍ یې لوټ کړې او د جګړې د تمویل او خپلې شخصي شتمنۍ زیاتولو لپاره یې جرمونو ته مخه کړې.