د متحده ایالاتو دفاع وزارت پنټاګون ویلي، چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې په ملاتړ د شمالي کوریا سرتېري ښکېل شوي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.
د پنټاګون ویاند تورن جنرال پاټریک رایډر پرون د ډسمبر په ۱۶ مه نېټه وویل، د شمالي کوریا پوځیان په کرسک اوبلاست کې په جګړه ییزو عملیاتو کې شامل شوي دي، چې د روسیې له پوځ سره د شمالي کوریا د پوځیانو لومړۍ ثابته جګړه ده.
د رویټرز خبرې اژانس په راپور کې راغلي، چې متحده ایالات دقیق راقام نه لري خو په وینا یې چې تېره اونۍ د شمالي کوریا سرتېرو جنګي عملیات پېل کړي.
پاټریک رایډ ویلي"موږ ارزونه کوو، چې د شمالي کوریا پوځیان په کرسک کې په جګړه کې ښکېل دي. موږ داسې نښې نښانې لرو چې دوی دواړه وژل شوي او ټپیان شوي دي."
په ورته مهال د اوکراین پوځي استخباراتو ویلي، چې د روانې میاشتې په څوارلسم او پنځلسم تاریخ د کرسک په مختلفو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال د شمالي کوریا ۳۰ سرتېري وژلي دي.
د اوکراین پوځي استخباراتو دا ادعا هم کړې ده، چې د شمالي کوریا سرتېرو په تمریناتي ډزو کې د روسیې ۸ سرتیرې هم وژلي دي.
د شمالي کوریا پوځیان د اکټوبر له میاشتې راهیسې په کرسک اوبلاست کې شتون لري، چې په پیل کې یې د روسیې د پوځ د ملاتړو رول ترسره کاوه.
د ځمکنیو بریدونو په عملیاتو کې د دوی وروستی ګډون په اوکراین کې د روانې جګړې په جریان کې د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ ژورې نظامي همکارۍ په ګوته کوي.