د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ټاکل شوې د سې شنبه په ورځ په دمشق کې خپل سیاسي استازولي پرانیزي او خلیفه عبدالله ال محمود الشریف د خپل سیاسي استازي په توګه سوریې ته واستوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه هېواد ۱۳ کاله وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډيپلوماټیکو اړیکو باب پرانیزي.
د قطر او سوریې تر منځ شاوخوا ۱۳ کاله وړاندې په ۲۰۱۱ کال کې ډیپلوماټیکي اړیکي پرې شوې او قطر په هغه هېواد کې خپل سیاسي استازولي تړلې وه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکل شوي:«د سوریې د خلکو د انقلاب د بریالیتوب په شان د سفارت د فعالیتونو بیا پیلول د سوریې د خلکو په وړاندې د قطر د حکومت د پرېکنده او ملاتړي دریځ او د هغوی د مشروع حقونو او باعزته ژوند د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د هڅو د دوام ښودنه کوی.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې خلیفه عبدالله ال محمود الشریف په دمشق کې د قطر د نوي سفیر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په سیمه ییزو او نړۍوالو هڅو کې به په فعاله توګه د سوریې د خاورې د یووالي، حاکمیت او ثبات تضمین وکړي.
د دوی په خبره، قطر په سوریه کې د یو داسې انتقالي او سیاسي پروسي ملاتړ کوي، چې یوه نوې سوریه د داسې راتلونکي په لور رهبري کړي، چې د دې هېواد د خلکو هیلې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم اعلان وکړ، چې د دغه هېواد یو ډیپلوماټیک پلاوی سوریې ته تللی او تر څنګ به یې ډېر ژر د ترکیې سفارت هم له ۱۲ کلونو ځنډ وروسته خپل کار بېرته پېل کړي.
ترکیې د ۱۳۹۱ کال د غويي په میاشت کې د انقرې او دمشق ترمنځ د ترینګلو اړیکو او په سوریه کې د کورنۍ جګړې د زیاتوالي له امله په دغه هېواد کې خپل سفارت تړلی وو.
د یادولو ده، چې د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمنۍ وروسته تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
ایران په سوریه کې د اوږدې کورنۍ جګړه پر مهال د اسد ملاتړ کړی و او د هغه نسکورېدل د ایران په مشرۍ د "مقاومت محور" لپاره یوه لویه ضربه ګڼل کېږي.