ترکیه وایي چې سوریې ته د سوري کډوالو د ستنېدو بهیر زیات شوی دی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته په ورځ کې څه باندې زر سوري کډوال په داوطلبانه توګه له دې هېواد څخه ځي.

د دغه وزارت په خبره، په تېرو پنځو ورځو کې کابو اوه زره او ۶۲۱ سوري کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي‌کایا د یکشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) وویل: «مونږ به د هغو کډوالو مدیریت او ملاتړ ته چې بشري حقونو او ازادیو ته درناوی کوي او پر عمومي نظم او امنیت سترګې نه پټوي، ادامه ورکوو.»
سوري کډوال په ترکیه کې د کډوالو تر ټولو لوی جمعیت جوړوي او د رسمي شمېرو له مخې، نږدې درې میلیونه سوري وګړي په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د دغه هېواد په خبره، د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو درې ورځې وړاندې څه باندې اوه سوه سوري کډوال له ترکیې څخه ووتل او بیا واک ته د تحریر شام له رسېدو درې ورځې وروسته څه باندې څلور زره کسانو دغه هېواد پرېښود.
د اسد د کورنۍ د پنځو لسیزو واکمني تېره اونۍ د یکشنبې په ورځ هغه وخت پای ته ورسېده، چې بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره روسیې ته وتښتېد.
یو شمېر ایراني چارواکي بیا ادعا کوي، چې ترکیه د بشارالاسد د حکومت په ړنګېدو کې لاس لري.
رویټرز تېره ورځ د دوو ایراني چارواکو له قوله لیکلي، چې د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې نوموړي ایران ته ویلي و، چې ترکیه له وسله والو ډلو سره مرسته کوي، څو د سوریې حکومت ړنګ کړي.
ترکیه بیا د سوریې د ناورین پړه پر اسد اچولې ده او ویلي یې دي، چې د اسد د کلونو ظالمانه واکمني د دې شخړې اصلي لامل دی.

نور خبرونه

رادیو