پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۵

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځیانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دېر البلاح ښار د ښاروال په ګډون څه د پاسه ۷۰ فلسطینیان وژلي دي.

له بلې خوا رسنیو ویلي، چې له فلسطین وروسته په لبنان او سوریه کې د اسراییل د روانو بریدونو پر ضد لاریون او د لندن د پارلمان په چوک کې یوه اعتراضي غونډه هم وشوه.
د دې تر څنګ لاريونوالو د اسراييل د ظلمونو پر ضد هم شعارونه ورکول او د برتانيې له حکومته يې وغوښتل، چې د سملاسي اوربند لپاره پر اسراييل فشار راوړي او پرې د وسلو پلور بند کړي.
دوه ورځې وړاندې هم اسراییل د غزې په نصيرات سيمه كې د كډوالو پر پنډغالي بریدونه وكړل، چې په ترڅ كې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه فلسطينيان ووژل شول او تر ۵۰ زيات ټپيان شول.
له تېر کال راهیسې د اسراییل په بریدونو کې تر ۴۴ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

له بل پلوه د اسراییل پوځ ویلي، چې په دېر البلاح کې یې د وسله‌والو هغه زېرمې په نښه کړې چې دوی ترې د پټنځایونو لپاره کار اخیست.

نور خبرونه

رادیو