د یونان په سواحلو کې د پناه غوښتونکو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۵ تنه مړه شوي او ۴۰ لادرکه دي.
د یونان ساحلي ګارډ ویلي، چې په پېښه کې ۵ تنه مړه شوي، ۴۰ لادرکه دي او ۳۹ تنه ژغورل شوي دي.
ویل کېږي، چې دغه کښتۍ د یونان سویلي ټاپو ته نږدې ډوبه شوې.
په دغې کښتۍ کې ډېری پناه غوښتونکي پاکستانيان وو.
د دغې کښتۍ د ورکو شویو پناه غوښتونکو د لټون لپاره د ژغورنې عملیات روان دي.
د پاکستان د كورنيو چارو وزير محسن نقوي په ناقانونه توګه اروپا ته د تللیو پاكستانيانو په مړينه خواخوږي څرګنده كړې وه.
نوموړي د پېښې د پلټنې سپارښتنه کړې او په دې برخه کې يې یوه کمېټه جوړه کړې، چې د پېښې پلټنه وکړي او په پنځو ورځو کې به هغه ته په دې تړاو خپل راپور وړاندې کوي.
محسن نقوي ويلي دي، چې «انساني قاچاق جرم دی، مافيا کورونه وران کړي دي او اړوندې ادارې باید د انساني قاچاق پر ضد ټول هېواد کې عملیات پیل کړي.»