د برازیل پخوانی د دفاع وزیر په دې هېواد کې د پوځي کودتا د هڅو په تور نیول شوی

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۴

د برازیل پخوانی د دفاع وزیر والټر براګانېټو په دې هېواد کې د پوځي کودتا د هڅو په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي په دغه هېواد کې د کودتا په موخه په یوې څېړنه کې لاسوهنه کړې ده.

په راپور کې راغلي، براګانېټو په دې تورن دی چې د دې کودتا د تنظیم او تمویل هڅه یې کړې.
روزیټرز راپور ورکړی، چې د دې هېواد پخواني لومړي وزیر تېر کال هم پلان درلود، چې کودتا وکړي او په ترڅ کې یې د برازیل ولسمشر ووژني.
ویل کېږي، چې د دغې پېښې له امله په برازیل کې کړکیچونه لا پسې زیات شوي دي.
دغه متقاعد څلور ستوریز جنرال په ۲۰۲۲ کال کې د برازیل د اوسني ولسمشر پروړاندې په ټاکنو کې ماته خوړلې وه او اوس یې هڅه کوله، چې د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې دی، چې براګا نېتو بیا دغه ادعاوې بې بنسټه بولي.
د نوموړي وکیلانو هم ویلي، چې دوی به ثابت کړي، چې د هغوی موکل په څېړنو کې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.
د راپور له مخې، د یاد برازیلي چارواکي له نیولو وروسته دا معلومات ترلاسه شوي، چې پخواني جنرال د ادعا شوې کودتا په پلان کې زیات رول درلود.
د دغې نیونې حکم د سترې محکمې قاضي الکسانډر ډي موراس له خوا ورکړل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو