د ترکیې بهرنیو چارو وزارت: روسیې او ایران ته مو قناعت ورکړ چې په دمشق کې پوځي مداخله ونکړي

AP ۱۴۰۳ لیندۍ ۲۴

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې هېواد یې روسیې او ایران ته قناعت ورکړی و چې پر دمشق د وسله والو د برید پر مهال د بشارالاسد د حکومت په ملاتړ له پوځي مداخلې ډډه وکړي.

ایران او روسیه د سوریې د وسله والو پر ضد په دیارلس کلنه جګړه کې د بشارالاسد د رژیم مهم متحدین وو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې د سوریې په اړه د اردن له غونډې یوه ورځ مخکې وکړې.
هغه یوې ترکي رسنۍ ته ویلي، چې په سوریه کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه مو له ایران او روسیې سره خبرې کړې دي تر څو له پوځي ځواک کار وانخلي.
که څه هم ترکي چارواکو په رسمي ډول په سوریه کې د بشار الاسد د حکومت په نسکورولو کې لاس لرل رد کړي دي، خو د سوریې په وروستیو پېښو کې د انقرې ګڼې سیاسي او اقتصادي ګټې د رجب طیب اردوغان د حکومت د نفوذ ښکارندويي کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت مشر، علي خامنه اي، څه وخت وړاندې ویلي وو، چې د سوریې یو ګاونډی هېواد د سوریې په پرمختګونو کې ښکاره رول لري، چې اشاره یې ترکیې ته وه.
همدا ډول د هیئت تحریر الشام ډلې د بریدونو له پیل راهیسې، ډیری رسنیو او شنونکو ویلي وو، چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد بریدونه د "ترکیې په ملاتړ" ترسره کیږي.
د بشارا لاسد د واکمنۍ په وروستیو ساعتونو کې اردوغان وویل، چې دی هیله لري چې دمشق ته د سوریې د مخالفینو په لاره کې به کومه ستونزه نه وي.
د بشار الاسد د حکومت وسله والو مخالفینو هغه مهال د اسد د رژیم پر ضد پراخ بریدونه پیل کړل چې ایران د اسراییلو او حزب الله تر منځ په شخړه کې ښکیل وو او روسیه د اوکراین په جګړه کې بوخته وه.
د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د سوریې خلک باید له ویجاړۍ پرته د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
که څه هم ایران او روسیې په تیره یونیمه لسیزه کې د سوریې په شخړې کې تر ټولو ستر رول لوبوه خو د شنبې په ورځ د اردن په غونډه کې یې استازو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
د اردون په دغه ناسته کې اردن، ترکیې، متحده ایالاتو، سعودي عربستان، عراق، لبنان او د مصر بهرنیو چارو وزیرانو او همدارنګه د اروپايي ټولنې او نړۍوالو سازمانونو استازو په سوریه کې د وضعیت د ثبات لپاره د یوې متحدې تګلارې پر جوړولو او په سیمه کې د بحرانونو د مخنوي په اړه خبرې وکړې.

نور خبرونه

رادیو