د سویلي کوریا پارلمان د شنبې په ورځ د لیندۍ ۲۴ مه، د هغه هېواد د ولسمشر یون سوک یول د لرې کولو په اړه رایه ورکړه.
دغه پرېکړه د پوځي حکومت د ناکامې هڅې په اړه د ښاغلي یول له هوډه وروسته وشوه. د اساسي قانون د محکمې له مخې د ولسمشر ټولې دندې به د هغه هېواد لومړي وزیر ته وسپارل شي.
د سویلي کوریا ولسمشر تېره اونۍ د استیضاح له یوې غونډې بریالی ووت، ځکه چې د واکمن ګوند غړو په رای ورکولو کې برخه نه وه اخیستې.
له دې سره هغه پر نېوکه کونکو سخت لفظي بریدونه هم وکړل او ژمنه یې وکړه چې «تر پایه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي» له دې سره د ګوند د ځینو غړو نظرونه بدل شول. د خلکو د واکمن ګوند مشر هم استازو ته وویل چې د «خپل وجدان او عقیدې» له مخې به رایه ورکوي.
مخالف ګوندونه چې په پارلمان کې اکثریت لري، د دغې طرحې د تصویب لپاره د واکمن ګوند د اتو غړو ملاتړ ته یې اړتیا لرله. په پای کې د ۲۰۴ موافقو او ۸۵ مخالفو رایو په تر لاسه کولو دغه طرحه تصویب شوه.
اوس په کار دا ده چې د اساسي قانون محکمه دغه پرېکړه تایید کړي.
محکمه به د خپل حکم د اعلانولو لپاره ۱۸۰ ورځې وخت ولري. په دغې موده کې به د ولسمشر مسوولیتونه د لنډمهال لپاره د دغه هېواد لومړي وزیر هان دوک سو ته وسپارل شي.
په سویلي کوریا کې چې وروستی ولسمشر لرې شو، پارک ګون-هه و چې په کال ۲۰۱۷ کې د فساد او درغلیو له امله له دندې لرې کړای شوی و.