د بشارالاسد د حکومت له نسکوریدو شاو خوا یوه اونۍ وروسته د حزب الله مشر نعیم قاسم په خپلې لومړۍ وینا کې د شنبې په ورځ وویل، چې د لبنان وسله والې ډلې د سوریې له لارې خپله اکمالاتي لاره له لاسه ورکړې ده.
حزب الله ته له ایران څخه د عراق او سوریې له لارې وسلې راوړل کیدې، خو د ډسمبر په شپږمه د بشار الاسد مخالفو وسله والو له عراق سره پوله ونیوله او دغه اکمالاتي لار یې پرې کړه او دوه ورځې وروسته اسلامپالو وسله والو پلازمېنه دمشق ونیوه.
قاسم د شنبې په ورځ په یوې ټلویزیوني وینا کې د اسد د نوم له اخیستلو پرته وویل: «هو، حزب الله په دې پړاو کې د سوریې له لارې د پوځي اکمالاتو لاره له لاسه ورکړې ده.»
هغه زیاته کړه: «کېدای شي د نوي حکومت په راتلو سره دا لاره بیرته عادي حالت ته راشي او موږ کولای شو نورې لارې ولټوو.»
حزب الله په ۲۰۱۳کال کې په سوریه کې د بشار الاسد په وړاندې د هغو وسله والو سره جګړه پیل کړه چې په هغه وخت کې د نومړي د حکومت د نسکورولو په لټه کې وو.
د بشار الاسد د کورنۍ د ۵۰ کلونو څخه ډیره واکمني اوس پای ته رسیدلې او پر ځای یې انتقالي سرپرست حکومت رامنځته شوی چې د القاعدې سره تړلې پخوانۍ هیئت تحریر الشام له خوا جوړ شوی، چې د وسله والو د عملیاتو مشري یې کوله.
قاسم په سوریه کې له نوي واکمنانو غوښتي چې له اسراییل سره اړیکې عادي نه کړي او هغوی دښمن وګڼي.
قاسم وویل: "موږ دا هیله هم لرو چې دا نوې واکمنه ډله به اسراییل دښمن وګڼي او اړیکې به ورسره عادي نه کړي. دا هغه سرې کرښې دي چې زموږ او سوریې ترمنځ د اړیکو پر ماهیت به اغیز وکړي."
شاوخوا یو کال کیږي چې حزب الله او اسراییل د لبنان په سویلي پولو کې د غزې د جګړې له امله سره په جګړه کې دي.